این بي سي نیوز راپور ورکړی چې دوه امریکايي اتباع په افغانستان کې د طالبانو له خوا بندیان شوي دي.
ځینو امریکايي چارواکو ویلي چې نور امریکایان چې په افغانستان کې شتون لري په خپله خوښه هلته دي.
په دې وروستیو کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د بایډن حکومت له افغانستانه په وتلو سره امریکایان شاته پرې ایښي او ښايي د دغه هېواد ډېر اتباع په افغانستان کې د یرغمل په توګه موجود وي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې هر هغه امریکايي چې غوښتل یې له افغانستانه ووځي لا دمخه وتلی دی.
هغه وويل: "په حقيقت کې موږ يو کس هم شاته نه دى پرېښي. همدا راز موږ هره مياشت د افغانستان متحدين ايستلو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم ویلي چې په افغانستان کې د هغو امریکايي اتباعو د شمېر په اړه چې له دغه هېواده د وتلو لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې، کره شمېره نه شي ورکولای.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې په ډاډ سره نه شي ویلای چې دا مهال په افغانستان کې څومره امریکايي اتباع دي.
د هغه په وينا، په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له تړل کېدو وروسته ډېرى امريکايي اتباع افغانستان ته تللي دي.
یو له هغو امریکایانو څخه چې د طالبانو له خوا نیول شوی دی راین کاربیټ دی.
نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د حکومت په مرسته له افغانستانه وتښتېد، خو په ۲۰۲۲ کال کې بېرته راستون شو.
د کوربت کورنۍ وايي چې نوموړی د طالبانو په زندان کې له سختو شرایطو سره مخ دی.
امنیتي چارواکو د هغه بل کس د نوم له څرګندولو ډډه وکړه چې دوی یې د خوشې کولو په لټه کې دي، خو یادونه یې وکړه چې هغه په ۲۰۲۱ کال کې له ویستلو وروسته د سیاحتي ویزې له لارې افغانستان ته راغلی و.
یوه چارواکي وویل، «وروسته له دې چې موږ ووتل، دوی دواړه افغانستان ته لاړل.
جمهورخبري آژانس