بلخ کې یو سړی د طالبانو له خوا په عام محضر کې ووهل شو

15 حمل 1403 ساعت 13:03

د طالبانو ستره محکمه وايي، په بلخ ولایت کې یې یو سړی د "ښځې د بدن د لمس کولو" له امله په دُرو وهلی دی.


د طالبانو ستره محکمه وايي، په بلخ ولایت کې یې یو سړی د "ښځې د بدن د لمس کولو" له امله په دُرو وهلی دی.

دغې محکمې نن چهارشنبې د وري ۱۵مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تورن کس پرون ۲۵ ځله په وهلو وهلو او په شپږ میاشتې بند محکوم شو.

دغه سړی د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

خو؛ دغه سړي هر ډول تورونه رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170707

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170707/

جمهور
  https://www.jomhornews.com