عباس کریمي دوه د سرو زرو او یو د برونزو مډالونه وګټل

27 حمل 1403 ساعت 8:34

عباس کریمي چې په امریکا کې د افغانستان لامبو وهونکی دی، په نړیوالو سیالیو کې دوه د سرو زرو او یو د برونزو مډال ګټلی دی.


عباس کریمي چې په امریکا کې د افغانستان لامبو وهونکی دی، په نړیوالو سیالیو کې دوه د سرو زرو او یو د برونزو مډال ګټلی دی.

ښاغلي کریمي د وري په ۲۶مه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې سیالیو کې په درېیو څانګو کې برخه اخستې وه.

هغه زياته کړه، چې په ٥٠ متره بټر فلايي او فري سټايل کې يې د سرو زرو مډال او د ٥٠ متره شاته سټرايک په سياليو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ.
باید وویل شي، چې ښاغلی کریمي به په راتلونکو میاشتو کې د پاریس په المپیک سیالیو کې هم ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171038

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171038/

جمهور
  https://www.jomhornews.com