اسیايي لوبې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له ایران سره لوبه کوي

30 حمل 1403 ساعت 12:23

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال د اسیا د فوټسال جام سیالیو په چوکاټ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ایران د فوټسال له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.


د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال د اسیا د فوټسال جام سیالیو په چوکاټ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ایران د فوټسال له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

دا لوبه به نن پنجشنبې د وري ۳۰ مه د کابل پر وخت د ماسپښین ۱:۳۰ بجې د تایلنډ په بنکاک کې ترسره شي.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډله په (D) ګروپ کې د ایران، بحرین او کویت له لوبډلو سره ده.

د يادونې وړ ده، چې د اسيا د فوټسال ملي جام سيالۍ د تايلند په کوربه توب په څلورو ګروپونو کې ترسره شوې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171179

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171179/

جمهور
  https://www.jomhornews.com