پروان کې يوه ښځه د خپل ميړه له خوا و وژل شوه

3 ثور 1403 ساعت 10:12

په پروان ولایت کې عامه سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې ده.


په پروان ولایت کې عامه سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د غوايي، په دويمه د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ د "ده مولا" په کلي کې رامنځته شوې ده.
ويل کيږي چې دغه ميرمن له خپل ميړه سره تر لفظي شخړې وروسته په رسۍ زندۍ شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې تورن کس د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادې جوړې شپږ کاله وړاندې واده کړى او دوه ماشومان لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171325

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171325/

جمهور
  https://www.jomhornews.com