د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له بحرین سره لوبه کوي

3 ثور 1403 ساعت 10:19

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د اسیا د ملتونو جام د ګروپ پړاو په وروستۍ لوبه کې د بحرین د فوټسال له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.


د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د اسیا د ملتونو جام د ګروپ پړاو په وروستۍ لوبه کې د بحرین د فوټسال له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

د مخکینیو خپرو شویو وختونو پر بنسټ، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به نن دوشنبه، د غوايي درېیمه، مازدیګر ۶:۳۰ بجې د بحرین له لوبډلې سره مخامخ شي.

تر دې وړاندې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې د ایران او کویت له ټیمونو سره یوه ماتې او یوه مساوي کړې وه.

د ۲۰۲۴ کال د اسيايي فوټسال کپ بل پړاو ته د رسېدو لپاره د هېواد د فوټسال ملي لوبډله پکار ده چې د بحرين ټيم ته په لويو نمرو ماتې ورکړي او له بلې خوا د کويټ ملي ټيم ايران ته ماتې ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د اسيايي هېوادونو د فوټسال سيالۍ د تايلند په کوربه توب ترسره شوې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171328

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171328/

جمهور
  https://www.jomhornews.com