طالبان:د مس عینک د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا په رسولو کې همکاري ته چمتو یو

3 ثور 1403 ساعت 14:37

د طالبانو د ډلې د پټرولیم وزارت سرپرست د مسینک قراردادي شرکت له مشر سره وکتل او ویې ویل چې د دغې پروژې لپاره د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا په رسولو کې همکارۍ ته چمتو یو.


د طالبانو د ډلې د پټرولیم وزارت سرپرست د مسینک قراردادي شرکت له مشر سره وکتل او ویې ویل چې د دغې پروژې لپاره د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا په رسولو کې همکارۍ ته چمتو یو.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبې (د ثور ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مسینق شرکت مشر د دې پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه د دغه وزارت مشر ته معلومات ورکړل. د دې پروژې د عملي کار د پیل او د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره پلانونه او وړاندیزونه شوي دي.

د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل چې د دغې پروژې لپاره د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا په برابرولو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171343

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171343/

جمهور
  https://www.jomhornews.com