د هرات کروندګر پر خپلو کروندو د ملخانو له بریده شکایت کوي

4 ثور 1403 ساعت 14:54

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ یو شمېر کروندګر په خپلو کروندو کې د ملخانو له بریده شکایت کوي.


د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ یو شمېر کروندګر په خپلو کروندو کې د ملخانو له بریده شکایت کوي.

دغو کروندګرو ځايي رسنیو ته ویلي، چې د رباط سنګي ولسوالۍ په څه باندې لسو کلیو کې د ملخانو یرغل دوی ته درانه زیانونه اړولي دي.

دوی له مرستندويه ادارو وغوښتل چې د ملخانو د له منځه وړلو لپاره دې بېړنۍ مرستې وکړي.

دغو کروندګرو خبرداری ورکړ، چې که د دوی کروندې بې کفایته نه شي، د نه جبرانېدونکي زیانونو سره به مخ شي.

د دوی په خبره له دوو ورځو راهیسې ملخان د رباط سنګي د ځینو کلیو پر کروندو یرغل کړی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171393

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171393/

جمهور
  https://www.jomhornews.com