سیلابونو د هرات – بادغیس لویه لار تړلې ده

6 ثور 1403 ساعت 14:55

په هرات کې ځايي سرچينې وايي، سېلابونو د هرات-بادغيس لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.


په هرات کې ځايي سرچينې وايي، سېلابونو د هرات-بادغيس لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه لويه لاره نن پنجشنبې د ثور په شپږمه د "لامان دره" په سيمه کې د سېلابونو له امله تخريب شوې او د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د سړک دواړو غاړو ته لسګونه موټر او سلګونه مسافر بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اوونيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سېلابونو د هېواد خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171482

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171482/

جمهور
  https://www.jomhornews.com