په کابل کې د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه

8 ثور 1403 ساعت 8:53

د طالبانو د ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې او ترکمنستان ترمنځ دوه اړخیزه غونډه په کابل کښې جوړه شوه.


د طالبانو د ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې او ترکمنستان ترمنځ دوه اړخیزه غونډه په کابل کښې جوړه شوه.

د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن سه شنبه (د غبرګولي ۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ډله او د ترکمنستان پلاوي له افغانستان څخه د مرمرو، چونې ډبرو، سمنټو او نورو معدنونو د صادراتو د زیاتولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې. د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان تر منځ درې اړخیز ترانزیتي تړون، په تورغونډۍ کې د لوی ګډ لوژستیکي مرکز جوړول، د افغانستان د اورګاډي پټلۍ جوړول، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د تېلو او ګازو د لېږد رالېږد اسانتیا، د افغانستان د صادراتو او ترانزیتي توکو د قرنطین ستونزې حل کول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو بانکي اړیکو پراختیا او رامنځته کول، د اسانتیاوو برابرول او د لګښتونو کمول، په ترکمنستان کې د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیټي مالونو د ټرانزیټ او لېږد رالېږد او د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې پر جوړېدو خبرې وشوې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171507

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171507/

جمهور
  https://www.jomhornews.com