جان بس د افغانستان په اړه د خبرو لپاره دوحې او اسلام اباد ته ځي

8 ثور 1403 ساعت 9:46

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال جان بس به د افغانستان په اړه د خبرو لپاره دوحې او اسلام اباد ته ولاړ شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال جان بس به د افغانستان په اړه د خبرو لپاره دوحې او اسلام اباد ته ولاړ شي.

دغه وزارت نن شنبې د ثور ۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې جان بیس به دوحې او اسلام اباد ته سفر وکړي او له قطري او پاکستاني چارواکو سره به د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړي.

د اعلامیې پر بنسټ، دا سفر به د ثور د میاشتې له اوومې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د دغه وزارت مرستیال به په دوحه کې د قطر د حکومت له لوړپوړو چارواکو او نورو ډیپلوماتیکو پلاوو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې ښاغلی بېس به په اسلام اباد کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د امریکا او پاکستان د همکاریو د یوې برخې په توګه پر یو لړ سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171525

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171525/

جمهور
  https://www.jomhornews.com