ملګري ملتونه:

هره میاشت په افغانستان کې له ۶ میلیونو خلکو سره مرسته کوو

8 ثور 1403 ساعت 15:28

د خوړو نړیوال سازمان وايي، هره میاشت په افغانستان کې له ۶ میلیونو خلکو سره نغدي او خوراکي مرستې کوي.


د خوړو نړیوال سازمان وايي، هره میاشت په افغانستان کې له ۶ میلیونو خلکو سره نغدي او خوراکي مرستې کوي.

دغه سازمان نن د ثور په اتمه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه مرستې د امريکا، جاپان، کاناډا، فنلنډ او سويډن په مالي مرسته د افغانستان له خلکو سره برابرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دغه سازمان په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171541

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171541/

جمهور
  https://www.jomhornews.com