د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې اووه طالب جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې تېره ورځ د زمري په ۲۲مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه برید د شنبې په شپه د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د طالبانو د ترهګرې ډلې پر یوې پوستې شوی دی.