طالبان: له ازبکستان سره سوداګریزو اړیکو پراختیا ته چمتو یو

24 ثور 1403 ساعت 8:03

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزیر الهام مخکوف سره کتنه کې ویلي، دغه ډله له ازبکستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته چمتو ده.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزیر الهام مخکوف سره کتنه کې ویلي، دغه ډله له ازبکستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته چمتو ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبې (غوايي ۲۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست او د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پیاوړتیا او پراختیا په موخه پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د طالبانو او د هغه هېواد ترمنځ اړیکې، په ګډون د دوه اړخیزه سوداګریزو غونډو او په تاشکند ښار کې د افغان تولیداتو او محصولاتو نندارتون، د افغان ټرانس ریل پټلۍ، په هریتان ښار کې د 24 ساعته بندر خدمتونه او د ټرکونو یو ځای کول د تادیاتو په اړه بحث شوی.

د طالبانو  د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل چې دغه ډله له ازبکستان جمهوریت سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته چمتو ده.

د ازبکستان د ترانسپورت وزیر هم د خپل هېواد او د طالبانو ډلې تر مینځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلیویلي یې دي چې د حیرتان په ښارګوټي کې د دواړو لورو ترمنځ د وروستۍ ناستې په پایله کې به د ازبکستان جمهوریت په ۲۰۲۴ کال کې د همکارۍ د ښه کولو په موخه په دې سکتور کې شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 172126

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172126/

جمهور
  https://www.jomhornews.com