اروپايي ټولنې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړه

24 ثور 1403 ساعت 8:25

د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو دفتر اعلان کړی چې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۹۷ ټنه طبي او حیاتي وسایل کابل ته لېږدولي دي.


د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو دفتر اعلان کړی چې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۹۷ ټنه طبي او حیاتي وسایل کابل ته لېږدولي دي.

دغه دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه مرستې د ثور په ٢٣مه، د سېلاب ځپلو کورنيو ته د مرستې په موخه کابل ته را ورسېدې.
په اعلاميه کې راغلي، چې د دغو مرستو اندازه ٩٧ ټنه طبي وسايل او نور حياتي وسايل دي.

اروپايي ټولنې ویلي، چې دغه مرستې به ۱۳ مرستندویه موسسو ته ورکړل شي، چې سېلاب ځپلو ته ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو څو ورځو سېلابونو په تېره بيا د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

یوازې په بغلان ولایت کې د کروندو او کورونو د ویجاړېدو تر څنګ له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

نړیوال سازمانونه وايي چې د دغه سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 172132

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172132/

جمهور
  https://www.jomhornews.com