د مقاومت جبهه:

کابل کې مو په دوو بریدونو کې ۶ طالب جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي

24 ثور 1403 ساعت 8:35

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل ښار کې د طالبانو په دوو جلا بریدونو کې د دغې ډلې شپږ تنه جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.


د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل ښار کې د طالبانو په دوو جلا بریدونو کې د دغې ډلې شپږ تنه جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.

دغې جبهې په یوه بیان کې ویلي، چې د مقاومت د جبهې عسکرو تېره شپه شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د ټوکرۍ په سیمه کې د طالبانو د ښاري ګزمې په موټر برید وکړ.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې يو وسله وال طالب ووژل شو او د دغې ډلې دوه تنه نور جنګيالي ټپيان شول.

دغه راز د مقاومت جبهې په یوه بل خبر کې زیاته کړې، چې تېره شپه یې د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د کارته سخي په سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی.

خبرځاى زياته کړه چې په دې بريدکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې يو بل تن ټپي شو.

د مقاومت جبهې ټینګار وکړ چې په دغو دوو حملو کښې نه د مقاومت د جبهې ځواکونو او نه ملکیانو ته کوم زیان اوښتی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172134

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172134/

جمهور
  https://www.jomhornews.com