د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ یو ځل بیا نښته شوې

27 ثور 1403 ساعت 9:52

د پکتیا سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یو ځل بیا د طالبانو له پاکستاني پوله ساتو سره نښته شوې ده.


د پکتیا سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یو ځل بیا د طالبانو له پاکستاني پوله ساتو سره نښته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نښته د ثور په ٢٦مه، د چهارشنبې په ورځ د ځاځي اريوب ولسوالۍ په "سپين شګي" سيمه کې د "سرحدي پوستې" د جوړولو پر سر رامنځته شوې ده.

ويل کيږي چې پاکستاني سرحدي ساتونکو غوښتل چې په سرحدي سيمو کې پوسته جوړه کړي؛ خو طالبانو یې د مخنیوي لپاره پر هغوی ډزې وکړې.

دسرچينو له مخې پاکستاني ځواکونو هم په طالب جنگيالو ځوابي ډزې کړي دي.

تر اوسه د دې جګړې د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په دې سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې وه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com