بدخشان کې یو پلار او لور په تشکان سیند کې ډوب شول

27 ثور 1403 ساعت 9:57

د بدخشان د دره لایت عامه سرچینې وايي چې د دغه ولایت په تیشکان ولسوالۍ کې یو پلار او لور د سیند څخه د تېرېدو پر مهال په اوبو کې غرق شوي او ډوب شوي دي.


د بدخشان د دره لایت عامه سرچینې وايي چې د دغه ولایت په تیشکان ولسوالۍ کې یو پلار او لور د سیند څخه د تېرېدو پر مهال په اوبو کې غرق شوي او ډوب شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د ثور په ٢٦مه د تشکان ولسوالۍ په "مظفري" کلي کې رامنځته شوې ده.

ويل کيږي چې د دغه پلار او لور مړي د سيمې د اوسېدونکو له خوا له سيند څخه را ايستل شوي دي.

له دې پېښې یوه ورځ مخکې د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د "ترغاني" کلي یو اوسېدونکی د تشکان په سیند کې ډوب شو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172259

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172259/

جمهور
  https://www.jomhornews.com