غور کې شاوخوا لس کلي سیلابونو لاندې کړي دي

30 ثور 1403 ساعت 7:37

په غور ولایت کې دولتي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د سېلابونو د راوتلو له امله د مرغاب سیند لاره بنده شوې او شاوخوا لس کلي تر اوبو لاندې شوي دي.


په غور ولایت کې دولتي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د سېلابونو د راوتلو له امله د مرغاب سیند لاره بنده شوې او شاوخوا لس کلي تر اوبو لاندې شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په غور کې د تېرو څو ورځو سېلابونو په ٨ ځايونو کې د مرغاب سيند لاره تړلې او د اوبو کچه يې لوړه شوې ده.

ویل کیږي، چې د مرغاب سیند د اوبو له امله د «جندک»، «سپرف»، «درې تخت»، «اسفرمان»، «جه»، «چاد دره»، «خلرق» او «شورابې» کلي سېلاب شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د دغو کليو اوسېدونکي له خوړو او اوبو پرته غرونو ته تښتېدلي دي.

په همدې حال کې په غور کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې شاوخوا ۷۰ کسان وژل شوي او یو شمېر لا هم ورک دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172337

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172337/

جمهور
  https://www.jomhornews.com