طالبانو په کابل کې د دریم ځل لپاره یو مدني فعال نیولی دی

3 جوزا 1403 ساعت 9:23

په کابل کې د مدني فعال نوراغا ابراهیمي خپلوان وايي، چې طالبانو د درېیم ځل لپاره نوموړی نیولی او زنداني کړی دی.


په کابل کې د مدني فعال نوراغا ابراهیمي خپلوان وايي، چې طالبانو د درېیم ځل لپاره نوموړی نیولی او زنداني کړی دی.

د دوی په وینا ښاغلی ابراهیمي د غبرګولي په ۲مه د درېیم ځل لپاره د طالبانو له خوا ونیول شو او نامعلوم ځای ته یووړل شو.

دوی زیاته کړه چې طالبانو ښاغلی ابراهیمي د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی. خو هغه د دې محاذ سره هیڅ تړاو نه لري.

د يادونې وړ ده، چې طالبان زياتره خپل فعالان او منتقدين د مخالفو جبهو او داعش سره د تړاو په تور نيولي دي.

تر دې وړاندې ښاغلی ابراهیمي دوه ځله د طالبانو له خوا نیول شوی او ډېر وخت په بند محکوم شوی دی.

نوراغا ابراهیمي د طالبانو له راتګ مخکې په مدني او سیاسي فعالیتونو بوخت و. پلار یې واصل ابراهیمي په تېر حکومت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال سلاکار و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172542

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172542/

جمهور
  https://www.jomhornews.com