د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی چې له دغې ډلې سره د خبرو اترو اړتیا ده.
د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د اوسنیو واقعیتونو منل به متقابل باور پیاوړی کړي.
طالبانو ویلي چې دوی د روسیې فدراسیون د مشرتابه، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې له طالبانو سره یې د اړیکو پراخولو لپاره سیاسي اراده څرګنده کړې ده.
د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هیوادونو د خلکو د ګټو د خوندي کولو لپاره د مثبتو اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا لپاره جدي سیاسي هوډ لري.
دغې ډلې ادعا کړې، چې تېرو درېیو کلونو وښوده، چې افغانستان له لسیزو جګړو او بې ثباتۍ وروسته د یوه مسوول دولت خاوند شوی دی. دې د سيمې ټولو هېوادونو ته د متقابلو لومړيتوبونو په نظر کې نيولو سره د مثبتو اړيکو د پراختيا لپاره ښه زمينه برابره کړې او له ډېرو هېوادونو سره په دې برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.
جمهورخبري آژانس