د طالبانو تدارکاتو کمېسیون د ۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴ پروژې منظورې کړې

16 جوزا 1403 ساعت 15:27

د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون اعلان کړی چې د څه باندې څلور میلیارد افغانیو په ارزښت یې ۱۴ پروژې منظورې کړې دي.


د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون اعلان کړی چې د څه باندې څلور میلیارد افغانیو په ارزښت یې ۱۴ پروژې منظورې کړې دي.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر نن د غبرګولي ۱۶ مه په یوه بیان کې ویلي، چې د ملا برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون د څلور میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴ پروژې منظورې کړې دي.

طالبانو ویلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د ۱۴ پروژو د قرارداد په ګډون ۶ نورې تعدیل شوې او د یوې پروژې قرارداد لغوه شو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173092

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173092/

جمهور
  https://www.jomhornews.com