طالبان: ډېر ژر به د هرات صنعتي ښارګوټي جوړ شي

8 میزان 1403 ساعت 14:57

د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې ډېر ژر به د هرات صنعتي ښارګوټي په پنځوس زره جریبه ځمکه کې جوړ شي.


د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې ډېر ژر به د هرات صنعتي ښارګوټي په پنځوس زره جریبه ځمکه کې جوړ شي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، نن یکشنبې په ورځ (د تلې ۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د هرات له والي مولانا اسلامجر سره وکتل.

د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ادعا وکړه چې د پانګوالو لپاره د خوندي چاپېریال په رامنځته کولو د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه پانګوال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې پانګونې ته اړ کړي دي.

هغه زياته کړه، د صنعتي پارکونو چارې دوام لري او ډېر ژر به د هرات صنعتي ښارګوټي په پنځوس زره جريبه ځمکه کې جوړ شي.

د هرات ولايت لپاره د طالبانو د ډلې والي مولانا اسلامجر وويل چې سيمه ييزه اداره له پانګوالو او صنعتکارانو څخه په کلکه ملاتړ کوي او هغوى ته ټولې لازمې اسانتياوې برابروي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 175929

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/175929/

جمهور
  https://www.jomhornews.com