۰

د افغانستان د تکواندو لوبډله د ایران په ټورنامنټ کې دویم مقام خپل کړ

یکشنبه ۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۱
د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون وايي چې د ایران د سولې او دوستۍ کپ سیالیو کې د هېواد د تکواندو لوبډلې د دویم مقام خپل کړ.
د افغانستان د تکواندو لوبډله د ایران په ټورنامنټ کې دویم مقام خپل کړ
د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون وايي چې د ایران د سولې او دوستۍ کپ سیالیو کې د هېواد د تکواندو لوبډلې د دویم مقام خپل کړ.

دغه فدراسیون تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه سیالۍ د ایران په کوربه توب د افغانستان، ایران او پاکستان په ګډون د شپږو لوبډلو او دریو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې.

د اعلاميې پر بنسټ، د دغو سياليو په پاى کې د ايران ټيم اتل شو، افغان ټيم دويم او د پاکستان د تکواندو ټيم درېيم مقام خپل کړ.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان تکواندو لوبغاړو دوه د سرو زرو او درې د برونزو مډالونه وګټل او د دویمې درجې مقام ته ولاړ.

د هېواد د تکواندو ملي فدراسيون وايي، چې د دې سياليو په درېيم وزن کې نويد وثيق او په څلورم وزن کې عبدالصبور احمدي د سرو زرو مډال وګاټه.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو سیالیو کې میلاد فیضي په لومړي وزن کې، احمد سعید وثیق په دویم وزن کې او سید بهادر مبارز په پنځم وزن کې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

د یادولو وړ ده چې دا سیالۍ پرون د شنبې په ورځ د ۷ سیالیو په ترسره کولو سره پای ته ورسیدې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي