په کاناډا کې یو شمېر افغانانو د مظاهرو په کولو سره په افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو نسل وژنه رسمي کړه.
دغو لاريون کوونکو پرون د کابل پر وخت د مازيګر په نهو بجو د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې د هزاره ګانو او شيعه ګانو د وژنې په اعتراض کې لاريون وکړ.
لاریون کوونکو د "د زریزې نسل وژنه بنده کړئ" شعارونه ورکول.
دوی له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپیژني.
دغو لاريون کوونکو د افغانستان د هزاره او شيعه ټولنو د خونديتوب لپاره د نړيوالو قوانينو له مخې د سمدستي اقدام غوښتنه هم وکړه.
لاریون کوونکو همدا راز د طالبانو حکومت د هزاره ګانو په سیستماتیک تعذیب تورن کړ.
دوی د طالبانو له حکومت سره د هېوادونو په ځانګړې توګه د کاناډا ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو سره مخالفت وکړ.
جمهورخبري آژآنس