په بدخشان کې دولتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د یوه پخواني سرتېری سر د دوو طالبانو له خوا پرې شوی دی.
په بدخشان کې دولتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د یوه پخواني سرتېری سر د دوو طالبانو له خوا پرې شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د تلې په ١٠مه، د بدخشان ولايت د بهارک او شهدا ولسوالۍ په لاره کې رامنځته شوې ده. ويل کيږي چې وسله والو طالبانو ددغه پخواني سرتيري جسد هم ټوټې ټوټې کړى دى . سرچينې وژل شوى کس د "بابا" په نوم ياد کړى او ويلي يې دي، چې په تېر حکومت کې يې د پوليسو په توګه کار کاوه. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې د عمومي بخښنې د اعلان د ادعا برعکس د طالبانو د چارواکو او پخوانیو پوځیانو له بشري حقونو څخه سرغړونې ته دوام ورکړی دی. د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو له خوا د چارواکو او پخوانیو پوځیانو د نیولو او شکنجه کولو لسګونه او د چارواکو او پخوانیو سرتېرو د غیر قانونی وژنې لږترلږه څلور پېښې ثبت شوې دی. جمهورخبري آژآنس