د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جناح نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه یوې چاودنې درې بهرنیان وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جناح نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه یوې چاودنې درې بهرنیان وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کراچۍ ښار د جناح نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې، چې په پایله کې یې ۳ بهرنیان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې دوه چینایان هم شامل دي. په پاکستان کې د چین سفارت د دغه خبر د تاییدولو په ترڅ کې له پاکستانه غوښتي چې په دغه هېواد کې د بهرنیو اتباعو د ژوند او د هغوی د پروژو د خوندیتوب لپاره سمدستي اقدامات وکړي. د سند د کورنیو چارو وزیر ضیاء الحسن لنجار جیو نیوز ته وویل چې چاودنه په ښکاره ډول د ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي (IED) له امله شوې. په دغه چاودنه کې ۷ موټر، ۲ ریکشا او ۲ موټرسایکلونه د اور لګېدنې له امله ویجاړ شول. رویټرز خبري اژانس دا هم ویلي چې په یوه بیان کې چې د بلوچ لیبریشن ارمي (BLA) له خوا خبریالانو ته لېږل شوې، د دې چاودنې مسوولیت منلی او ادعا کوي چې چاودنه د بهرنیو ځواکونو په یوه موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په وسیله شوې ده. جمهورخبري آژانس