اسراییلو ته د ایران خبرداری: زموږ اراده مه ازموئ!

17 میزان 1403 ساعت 12:27

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: نن سبا د اسلامی مقاومت لاسونه د سافټ ویر او هارډویر په شمول په ټولو ډګرونو کښې ځواکمن دی او د مقاومت جریان په افرادو پورې اړه نه لری او نه دی.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: نن سبا د اسلامی مقاومت لاسونه د سافټ ویر او هارډویر په شمول په ټولو ډګرونو کښې ځواکمن دی او د مقاومت جریان په افرادو پورې اړه نه لری او نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د راډیو او ټلویزیون له قوله، د الاقصی د طوفان د عملیاتو د کلیزې په مناسبت، د «الاقصی طوفان: د نصرالله پیل» کنفرانس د سه شنبې په سهار په حضور کې ترسره شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د بهرنیو چارو د وزیر او د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو او استازو یوه ډله جوړه شوه.

ښاغلي عراقچي په دغه کنفرانس کې په خپله وینا کې وویل: نن د فلسطین مسئله د نړۍ لومړۍ مسله ګرځېدلې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ستر لارښود وینا ته په اشارې سره څرګنده کړه: د الاقصی طوفان عملیات د صهیونیسټ رژیم لپاره یوه ترخه تجربه او سخته ماتې ده.

یوه ناکامي چې نه جبرانېدونکې ده. د ایران د خارجه چارو وزیر تاکید وکړ: نن سبا د اسلامی مقاومت لاسونه د سافټ ویر او هارډویر په شمول په ټولو ډګرونو کې ځواکمن دی او د مقاومت جریان په افرادو پورې اړه نه لری او نه دی.

ښاغلي عراقچي زیاته کړه: صهیونیسټ رژیم ته وایو چې د ایران اراده مه ازمویي او پر ایران هر ډول برید به تر پخوا لا پیاوړی وي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تاکید وکړ: مونږ هر اقدام په دقت سره څارو او څیړو او په ځواب ورکولو کې به نه ګړندی او ځنډیږو.

ښاغلی عراقچی څرګنده کړه: د صهیونیسټی رژیم له خوا د ایران په تاسیساتو هرډول حمله به له سخت ځواب سره مخامخ شی. دوی زموږ د راکټونو ځواک لیدلی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com