د طالبانو ستره محکمه وايي، په کندهار ښار کې یې یو کس د "غلا" په تور په دُرو وهلی دی. نن شنبه د تلې په ۲۱مه دغې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه سړی د پنجشنبې په ورځ په کندهار ښار کې په عام محضر کې په دُرو وهل شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سړى ٣٩ ځلې په وهلو وهل شوى او په دوه کاله بند محکوم شوى دى. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د تورنو کسانو مجازات تل د بشري حقونو د سازمانونو او هغو هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ دي چې د بشري حقونو ملاتړ کوي. جمهورخبري آژآنس