دا په زړه پورې ده ۰
په غور ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا درې طالبان وژل شوي دي.
درې تنه وسله وال طالبان په غور ولايت کې ووژل شول
په غور ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا درې طالبان وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن د تلې په ٢١مه، د غور ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ياد وسلوال طالبان د چهارسدې ولسوالۍ پر لور روان وو.

ويل کيږي چې دغه وسله وال طالبان د ناپيژاندو کسانو په کمين کې وژل شوي دي. تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

جمهور خبري آژانس
https://jomhornews.com/vdca6in6i49n0y1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته