دا په زړه پورې ده ۰
عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د طالبانو د مشرتابه له لوري د صنعتي سیمو قانون توشیح او په رسمې جریده کې چاپ شوی دی.
د صنعتي سیمو قانون توشیح او په رسمې جریده کې چاپ شو
عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د طالبانو د مشرتابه له لوري د صنعتي سیمو قانون توشیح او په رسمې جریده کې چاپ شوی دی.

دغه قانون یوه مقدمه، ۶ بابه، ۱۱فصلونه او ۶۷مادو کې ترتیب او توشیح شوی دی. د صنعتي ساحو قانون د صنعتي سیمو د تنظیم له لارې د افغانستان اقتصادي ودې او پراختیا، خصوصي سکټور پانګونې جلب او جذب او د صنعتي ساحو د مدیریت او ساتنې زمینې برابرولو په موخه تدوین شوی دی.

د دې قانون له مخې د خصوصي صنعتي ساحو لپاره د ځمکو ترلاسه کوونکي مکلف ګڼل شوي، چې د چاپېریال ساتنې او کار اړوند حکمونه او نور تقنیني سندونه رعایت کړي.

دغه راز د صنعتي ساحو متشبثین مکلف شوي دي ترڅو په غیر معینه سیمو کې د تولیدي یا صنعتي واحد د کثافاتو او اضافي موادو له غورځولو ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس

 
 
https://jomhornews.com/vdcb50b80rhbzap.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته