اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، بلوچستان کې یې د یوه کان پر کارکوونکو وروستي برید کې د وژل شویو ۷ تنو افغانانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو ۷ تنو، درې یې پاکستان کې کډوال و چې جسدونه یې کویټه کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
دغه سفارت د پاکستان پر چارواکو غږ کړی چې د یادې پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.
جمهورخبري آژانس