دا په زړه پورې ده ۰
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور کیلو متره سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
هلمند کې د ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور کیلو متره سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.

د هلمند ولایت د ښاروالۍ ریاست مطبوعاتي مسوول محمد طاهر ابشار ویلي، چې د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور کیلو متره سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یاد سړک د لومړي فاز چارې د ۱۴ میلیونه ۸۷۰ زره ۱۳۳ افغانیو په لګښت پیل شوي، چې چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcjamevhuqeaxz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته