هرات کې د ښځو له لوري انلین سوداګري زیاته شوې ده

24 میزان 1403 ساعت 10:24

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په دغه ولایت کې د ښځو له لوري انلاین سوداګري زیاته شوې ده.


د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په دغه ولایت کې د ښځو له لوري انلاین سوداګري زیاته شوې ده.

د هرات د مېرمنو سوداګرۍ او صنایعو خونې شمېرو پر بنسټ، په دغه ولایت کې نږدې ۳۰۰ مېرمنې د انلین سوداګرۍ په برخه کې کار کوي.

د دې خونې د مسوولینو په خبره، هرات کې د مېرمنو انلین سوداګري مخ پر ودې روانه ده او دې برخې ته د مېرمنو لېوالتیا زیاته شوې ده.

هرات کې د مېرمنو انلین سوداګري د ټولنیزو شبکو له لارې پر مخ وړل کېږي.

ډیری مېرمنو او نجونو له زده کړو او کار څخه تر محرومېدو وروسته د سوداګرۍ دې بڼې ته مخه کړې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176542

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176542/

جمهور
  https://www.jomhornews.com