کرزي په کابل کې د روسیې له سفیر سره کتلي دي

8 عقرب 1403 ساعت 11:22

د افغانستان پخواني ولسمشر او په کابل کې د روسیې سفیر د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې کړې دي.


د افغانستان پخواني ولسمشر او په کابل کې د روسیې سفیر د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې کړې دي.

حامد کرزي په دې کتنه کې د مسکو فارمټ او برېکس په غونډو کې د افغانستان په تړاو د روسیې له دریځ او افغان ځوانانو ته د دغه هېواد د تحصیلي بورسیې له ورکړې خوښي څرګنده کړې او مننه یې کړې ده.

د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼه راغلي چې، هغه په دغې کتنه کې د برېکس اعلامیې له یوې برخې چې، له یوه ثبات لرونکي، امن او سوله‌ییز افغانستانه ملاتړ کړی او په هغه کې د افغانانو د بنسټیزو حقونو پر تامین ټينګار شوی، ستاینه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177056

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177056/

جمهور
  https://www.jomhornews.com