دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو ډلې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې یې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.
د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
د طالبانو ډلې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې یې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند زمان شرافت وايي، د پولیو ضد واکسین کمپاین به د سه شنبې تر ورځې پورې د هېواد په جنوب، ختیځ، مرکز، شمال ختیځ او لویدیځ زونونو کې په ۱۱ ولایتونو کې پلی شي.

نوموړي وویل چې د پولیو د واکسین د کمپاین په دې پړاو کې به شاوخوا ۵،۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي واکسین شي.

دا کمپاین به په هرات ولایت کې د هجري لمریز کال د سلواغې له ۱۰مې تر ۱۲مې پیل شي.

زمان شرافت له کورنیو وغوښتل چې په دغه کمپاین کې خپل ټول تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcgw79qxak9uz4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته