دا په زړه پورې ده ۰
د کندهار ولایت ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د کرني او مالدارۍ د پياوړتیا لپاره په ۱۱ ولسوالیو کې ۱۳ پروژې پلې کیږي.
د کندهار په ۱۱ ولسوالیو کې رغنیزې پروژې پلې کیږي
د کندهار ولایت ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د کرني او مالدارۍ د پياوړتیا لپاره په ۱۱ ولسوالیو کې ۱۳ پروژې پلې کیږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې له اقتصاد ریاست سره په ګډه همږغي او هڅو، د ملګرو ملتونو د نړیوالي پراختیايي ټولني په مالي ملاتړ او د (ډي ار سي) موسسې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په یوولسو ولسوالیو کې په راتلونکي ۲۰۲۵م کال دیارلس لويي او کوچنۍ پروژې پلې کیږي.

سرچینې زیاته کړې، په دغه پروژو کې د بندونو، چیکډېمونو او استنادي دېوالونو جوړېدل شامل دي.

پنجوايي، خاکرېز، لوړ میوند، کښته میوند، ډنډ، ژړۍ، کښته شاه‌ولیکوټ، غورک، دامان، معروف او سپین بولدک، هغه ولسوالۍ دي، چي یادي پروژې په کې پلې کیږي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcgq79qzak9ut4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته