د افغانستان ملي ادارې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له خوا د بشري حقونو د ښکاره سرغړونې په وړاندې د نړیوال غبرګون غوښتنه وکړه.
د افغانستان ملي ادارې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له خوا د بشري حقونو د ښکاره سرغړونې په وړاندې د نړیوال غبرګون غوښتنه وکړه. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان ملي ادارې د طالبانو ډلې له خوا د افغانانو د کلتوري حقونو تر پښو لاندې کول په کلکه غندلي او له دغه وضعیت سره د مقابلې لپاره یې د نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې ده. په اعلاميه کې راغلي چې کلتوري حقونه د بشري حقونو نه بېلېدونکې برخه او د ملي هويت او ټولنيز پيوستون د پياوړتيا يوه پياوړې وسيله ده. دې اعلامیې طالبان د کلتوري او بشري حقونو د جبر د عامل په توګه معرفي کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې فرهنګي حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کیږي. بايد يادونه وشي چې طالبانو د افغانستان اصلي فرهنګ يو شاته او پردي فرهنګ ته راټيټ کړى دى. جمهورخبري آژانس