د راپورونو له مخې د ایران د ځمکنيو ځواکونو د جنوب ختيځ زون قوماندان ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد په سرحدي پولو کې د افغانانو تګ راتګ تر نيمايي راکم شوى دى.
د راپورونو له مخې د ایران د ځمکنيو ځواکونو د جنوب ختيځ زون قوماندان ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد په سرحدي پولو کې د افغانانو تګ راتګ تر نيمايي راکم شوى دى. د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ایران دولتي رسنۍ د جنرال امیر غلامعلیان په حواله لیکلي، چې په ۱۴۰۳ کال کې د ایراني ځواکونو موخه د هېواد د ختیځو پولو بشپړ بندول دي. د ایران صداوسیما اژانس بیا پرون د دغه پوځي چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې د پولې د بندولو او دېوال جوړولو موضوع د مسافرو په تګ او راتګ او د پولې په کنټرول باندې ډېره ښه اغېزه کړې ده. ایراني جنرال امیر غلامعلیان ډاډ ورکړی، چې د دغه پلان په بشپړېدو سره به په پوله کې لا زيات امنيت او ثبات را شي. جمهورخبري آژانس