دا په زړه پورې ده ۰
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په خپل هېواد کې ناقانونه چلند پای ته ورسوي.
خلیلزاد: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په خپل هېواد کې ناقانونه چلند پای ته ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دا څرګندونې د پاکستاني پولیسو د هغو تازه کړنو په غبرګون کې کړي‌ چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیول کیدو لپاره کور په کور بېړني عملیات پیل کړي دي.

خلیلزاد له دغه هېواده غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغانانو د نیول کیدو لړۍ ودروي او له اېستل کیدو څخه دې یې هم ډډه وکړي.

د روان زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستاني پولیسو د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لزلو په پلمه په اسلام اباد کې سلګونه افغان کډوال نیولي چې ځنې یې بېرته خوشې کړي؛ خو ډېر شمېر یې د تورخم له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdce7o8z7jh8fwi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته