دا په زړه پورې ده ۰
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه ولایت کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
کندهار کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه ولایت کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نندارتون د پرانیستې مراسمو پر مهال د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام الله سمنګاني وویل چې د فزیکي کتابونو بازار او د مطالعې دود د پخوا په پرتله کمزوری شوی، چې باید غښتلی شي.

هغه د ټولو پر ګډ مسوولیت ټینګار وکړ، چې کتابونه د ځوانانو تر لاسونو ورسوي او د مطالعې دود بیا راژوندی کړي.

یاد نندارتون کې زرګونه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcjihevtuqeahz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته