دا په زړه پورې ده ۰
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د حق‌ابې په تړاو، په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د سرپرست علي‌رضا بیکدلي وروستۍ څرګندونې ناسمې بللې دي.
اسماعیل بقايي: حق‌ابه اوس هم له افغانستان سره په تعامل کې لومړیتوب دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د حق‌ابې په تړاو، په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د سرپرست علي‌رضا بیکدلي وروستۍ څرګندونې ناسمې بللې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بقايي ټينګار کړی، چې دغه موضوع‌ همدارنګه له افغانستان سره په تعامل کې د ایران یو له اصلي لومړیتوبونو څخه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:«دا له افغانستان سره په تعامل او هر ډول خبرو اترو کې یوه ثابته موضوع ده او هغه تخنیکي راپورونه چې تاسو ورته نغوته وکړه، زموږ دوستان به هغه د تعیقب پرمهال هرو مرو په پام کې ونیسي.»

دا لومړی ځل نه‌دی چې ایراني چارواکي له افغانستانه د دغه هېواد د حق‌ابې د اخیستو په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کوي.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هرات د پاشدان بند پر آبګیرۍ ایران ته د وربهېدونکو اوبو پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د دې خبرې په غبرګون کې د ریاست‌الوزرا پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي و، چې د حق‌ابې په تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړې شته او د ایراني چارواکو غیرمسوولانه څرګندونې ښايي د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزې وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcez78zpjh8vxi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته