دا په زړه پورې ده ۰
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو په وړاندې تعصب او له دوی سره د دوه ګوني چلند د زیاتوالي خبر ورکړی او د ټولنیزو رسنیو له مسوولینو یې د مخنیوي غوښتنه کړې.
ګوترېش: د مسلمانانو پر ضد دوه ګونی چلند په خطرناک ډول زیاتیږي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو په وړاندې تعصب او له دوی سره د دوه ګوني چلند د زیاتوالي خبر ورکړی او د ټولنیزو رسنیو له مسوولینو یې د مخنیوي غوښتنه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الجزیرې ټلوېزیون د ګوترېش له قوله لیکلي، نوموړی پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي ویلي، موږ د مسلمانانو پر وړاندې د زیاتې کرکې خپرېدو شاهدان یوو په خبره یې، ځینې په ښکاره ډول د دوی عبادت خونو او یو شمېر ځایونو ته سپکاوی کوي او دا د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

سرچینې ویلي، په دې وروستیو کې د بشري حقونو څارونکو معلومات خپاره کړي، چې انګلستان، امریکا، هند او نورو هېوادونو کې د مسلمانانو پر وړاندې زیات سپکاوی او کرکه خپره شوې خو په ښکاره دغه هېوادونه بیا د کرکې خپرونکو په وړاندې د خپلې مبارزې ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcg7z9q3ak9774.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته