دا په زړه پورې ده ۰
ایران له هغو افغان کډوالو څخه چې د سرشمېرنې اسناد لري، غوښتي چې د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو له مرکز څخه د خپلو اسنادو او استوګنې معلومولو لپاره تر بلې خبرتیا انتظار وکړي.
ایران؛ افغان کډوال دې د اسنادو معلومولو لپاره تر بلې خبرتیا په تمه شي
ایران له هغو افغان کډوالو څخه چې د سرشمېرنې اسناد لري، غوښتي چې د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو له مرکز څخه د خپلو اسنادو او استوګنې معلومولو لپاره تر بلې خبرتیا انتظار وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران  ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې افغان کډوال دې د خپلو اسنادو د وضعیت معلومولو لپاره د بهرنیو اتباعو او د استوګنې او کارموندنې دفترونو ته له ورتګه ډډه وکړي.

د راپور له مخې، د ایران د اتباعو چارو مرکز به د سرشمېرنې اسناد لرونکو کډوالو په تړاو پرېکړه په یوې خبرتیا کې خپره کړي.

د یادونې ده چې افغانان په ایران کې د کډوالو لویه برخه جوړوي. په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcfyxdyyw6dc1a.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته