دا په زړه پورې ده ۰
د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ په داونګ کلي کې یو لندکروزر ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او له امله یې ١٠ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ په داونګ کلي کې یو لندکروزر ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او له امله یې ١٠ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامگار ویلي، چې پېښه پرون مازیګر د شهر بزرګ ولسوالۍ خاکرېز سیمې ته نږدې رامنځته شوې چې له امله یې ۳ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي.

نوموړي د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي، چې ټپیان د امنیتي ځواکونو لخوا روغتیايي مرکز ته انتقال شوي او د ځینو وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

جمهور خبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdceoz8z7jh8v7i.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته