د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان او یمن کې ددغه هېواد د خوړو نړۍوال پروګرام د مرستو د بندېدو پخلی کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان او یمن کې ددغه هېواد د خوړو نړۍوال پروګرام د مرستو د بندېدو پخلی کړی دی. د یاد وزارت ویاندې ټمي بروس په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې دا پرېکړه په مرستو کې د اسلامي امارت د لاسوهونې په اړه له اوږدې مودې راهیسې د معلوماتو د ارزونې پر اساس شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده زیاتوي:«موږ د لومړیتوبونو پر اساس د خوړو نړۍوال پروګرام ځینې پروګرامونه وتړل؛ خو اساسي ټکی دا دی، چې دغه پروګرامونه په لویه کې د افغانستان او یمن لپاره تړل شوي دي.» تېره ورځ رویټرز خبري اژانس هم خبر ورکړ، چې ټرمپ غواړي د افغانستان لپاره پاتې مرستې هم بندې کړي. جمهورخبري آژانس