د کندز ولایت اوسېدونکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د طالبانو ډلې او ناپیژاندو وسله والو کسانو ترمنځ سخته نښته شوې ده.
د کندز ولایت اوسېدونکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د طالبانو ډلې او ناپیژاندو وسله والو کسانو ترمنځ سخته نښته شوې ده. د جمهور خبري آژانس د راپور له مخې، د کندوز اوسېدونکو نن، شنبه (د وري ۲۹ مه) وویل چې شخړه د شپې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په ملا کریم سیلاب سیمه کې پیل شوې او لا هم دوام لري. سرچینې زیاتوي چې د ډزو غږونه له لرې واټن څخه اورېدل کېږي. د عیني شاهدانو په وینا، نښته د خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه پوسته کې وشوه. طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس