دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د تورخم په کډوالو کمپ کې یې د پیښو او اور وژنې د مخنیوي لپاره یو عملیاتي ټیم فعال کړی دی.
طالبانو د تورخم کډوالو په کمپ کې د اور وژنې عملیاتي ټیم فعال کړ
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د تورخم په کډوالو کمپ کې یې د پیښو او اور وژنې د مخنیوي لپاره یو عملیاتي ټیم فعال کړی دی.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه (د وري ۳۰ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت د پیښو او اور وژنې څانګې عمومي رییس حافظ نورالله انصار او د هغه ملګري پلاوي د مختلفو څانګو له چارواکو سره ولیدل او د کمپ د اور وژنې خوندیتوب په اړه یې بحث وکړ.

طالبانو ویلي چې د دې برخې د جوړولو موخه د هغو راستنیدونکو لپاره د اور وژنې امنیت چمتو کول دي چې له پاکستان څخه ایستل شوي او په دې کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdci3zazut1av52.k6ct.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته