دا په زړه پورې ده ۰
د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله اووه تنه مړه شوي دي
د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار وایي چې، پېښه د سید اباد ولسوالۍ لوړې سیمې اړوند د کابل-کندهار پر لویه لار رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې د درېو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون اووه تنه مړه شوي او د پنځو ماشومان په ګډون لس تنه نور ژوبل دي.

نوموړی زیاتوي، ټپیان د سیمې او ولایتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس


 
https://jomhornews.com/vdchzznzi23n6wd.yjt2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته