دا په زړه پورې ده ۰
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) ویلي،چې دغه پروګرام په تېر ۲۰۲۴میلادي کال کې د ۱۵.۸میلیونه ډالرو په ارزښت په بلخ، فاریاب، بدخشان، تخار، هرات او بادغیس ولایتونو کې د وړو کاروبارونو ملاتړ کړی دی.
تېر کال مو د ۱۵.۸میلیونه ډالرو په ارزښت د وړو کاروبارونو ملاتړ کړی
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) ویلي،چې دغه پروګرام په تېر ۲۰۲۴میلادي کال کې د ۱۵.۸میلیونه ډالرو په ارزښت په بلخ، فاریاب، بدخشان، تخار، هرات او بادغیس ولایتونو کې د وړو کاروبارونو ملاتړ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پروګرام وایي، چې د ښځو په مشرۍ یې ۱۶۲۰ سوداګریو ته پورونه چمتو کړي او د ۲۵۰۰ ښځو په ګډون یې ښځو ته د قرضې د ورکړې او سپما ګروپونه رامنځ ته کړې دي.

په ورته مهال هغه متشبیثې مېرمنې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پرګرام مرستې يې ترلاسه کړي خوښي څرګندوي او زیاتوي چې د یادو مرستو پرمټ یې خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي او تر څنګ یې یو شمېر نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړي ده.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcf10dy1w6dcya.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته